ٍ
Uncategorized

بې له مینې هېڅ نشته

وفا سمندر

په همدې ګرماګرمه کې مې مینې اکادمیسن را ګیر کړ.

ما وېل: «اوس ووایه- روانو په باد بندو شرایطو کې، د بقا بنسټ څه شی دی؟»

وېل یې: «مینه»

«مینه، زما او ستا ژوند ده. یعني د ټولو ژوند ده. او هر یو ژوند ده»

«مینه، د ټول ژوند، ابدي حالت دی.»

کله چې نورو سره، او ځان سره مینه او لورینه کوې، یعني خدایي ارادې ته د غږېدلو موقع برابروې!

ما وېل: «دا وروستۍ خبره دې منم، خو ټول څنګه!؟ ته وایې، چې ټول د مینې له دریاب ډک کنډولي دي؟»

ما وېل: «عجیبه اورم! ته څه وایې!؟ ټول څنګه د مینې کنډولي شول؟»

وېل یې: «بیا وایم: هر یو د خدایي مینې جام دی…حتا که څوک ترخه او د مرګ له چنجو ډک وینې!»

دې خبرې یې پوره ګنس کړم. ما وېل: «خبرې دې له تناقضه ډکې دي. ټول دې څنګه د مینې کنډولي واوسي!؟

وېل یې: «هر یو د مینې کنډولی دی. خو ځنو خپل کنډولی را نسکور کړی. پر هغو چې څومره مینه واوري، وجود ته یې مینه نه رسېږي. دې سره یې فکر، دریځ او چلند د نفرت کروندې راوړي!»

موږ باید دا زده کړو، چې خدایي مینه او رحمت، دغه شېبه پرما او بل هر یوه اورېږي. نو باید ددغې مینې ترلاسه کولو لپاره روغ او پاک کنډولی شو!

خبرې یې ښې وې، خو دا «ټول» یې چې وېل، د ما ذهن نشوای منلای!

وېل یې: «بیا وایم ټول! حتا هغه چې مینې ته نه خپله لاس وروړي او نه بل نېږدې ورپرېږدي، یو مخ د مینې پر ستوني، حواسو او سترګو، پراته کاڼي- وسپنې دي!»

«که مینه نه وي، ژوند هېڅ کېږي.»

«ژوند به وي، خو زړه به نلري.»

«لوړې، غټې، مشهورې قوارې به وي، خو مالګه به نلري.»

«تن، بدن، څېره به لکه غر، وسپنه، یا اخلاقو معلم غوڅ ولاړ وي، خو وجود کې ویده خدایي ښکلا به یې،  دروغ ښکاري!»

«مینه، د هر شي د وجود خدایي علت دی.»

«ګوره ته لیکوال یې! او شپه و ورځ لګیا یې؛ خو که مینه نه وي، ته د هېڅ شي د پنځولو وس او واک نلرې!»

«ځکه نو رښتیا داده، چې که مینه نه وي، نو علم به وي، ادبیات او فرهنګ به وي، خو یو شی به سا نلري.»

«یو ځل یې تصور کړئ؛ که شعر د مینې تومنه ونلري، څه به ورپاتې شي؟»

«که اړیکې بې مینې شي، چا ته به څه پاتې شي؟»

نو: «که خدایي بې قید او شرطه مینه- هغه هم یوه شېبه- قطع شي، زما، ستا، بل او ټولې دنیا سا به له څه شي اوبه څښي؟»

نو رښتیا چې مینه، د هر شي د وجود خدایي علت دی.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا